د هند “اېنډي ټيوي” رسنۍ په پاکستان کې د لشکر طيبه ډلې د يوه مشر رضاءالله نظاماني د وژل کیدو خبر ورکړی دی.
په راپور کې راغلي، چې ابو سیف الله (رضاءالله نظاماني) د سند ایالت بدین ولسوالۍ په متلي بازار کې خپل کور ته نږدې د نامعلومه وسلهوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
د ويلو ده، چې د برید مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې په غاړه نه دی اخېستی او نه هم په پاکستان کې رسمي سرچینو په دې تړاو څه ویلي دي.