د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رييس مولوي مطیعالحق خالص نن د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلي دي.
ياده اداره وايي، په دې ناسته کې د اقلیمي بدلون او نړیوالو چاپېریالي پروژو په تړاو د همکاریو پر پراختيا خبرې شوې دي.
ښاغلي خالص د ترکيې له لوري د افغان پلاوي لپاره په نړیوال اقلیمي کنفرانس (COP-30) کې د ګډون په موخه د زمینې برابرولو غوښتنه کړې او په افغانستان کې د ځنډول شويو پروژو په بيا پيل ټينګار کړی دی.
د ترکیې سفیر له افغانستان سره د چاپېریالي مسائلو په برخه کې ملاتړ ته چمتووالی ښودلی او ژمنه يې کړې، چې دواړه هېوادونه به ګډ تخنیکي ټیمونه جوړ کړي، ترڅو پر عملي همکاریو کار وکړي.
د ويلو ده، په وروستیو کلونو کې د اقلیمي بدلون او د نړیوالو چاپېریالي پروژو په برخه کې د يادې ملي ادارې هڅې ډېرې شوې دي.