ډېر لوستل شوي

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر چین ته ورسېد

د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي د يوه پلاوي په مشرۍ د چين ولسي جمهوريت ته په رسمي سفر رسېدلی دی.

په تللي پلاوي کې د صنعت او سوداگرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد هم  شته.

تمه ده افغان پلاوی د افغانستان، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه ناسته کې ګډون وکړي.

په پام کې ده چې د هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير به له خپل چينايي سيال وانگ يي سره پر دوو اړخيزو سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړيکو خبرې اترې وکړي.

اړوند خبرونه