د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي به د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د ګډون په موخه سبا چين ته سفر وکړي.
د پاکستان ډان ورځپانې د راپور له مخې، چې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار به نن بيجينګ ته روان شي.
دا غونډه، چې د بهرنيو چارو د وزيرانو تر منځ جوړيږي، تمه ده چې د سيمهييز ثبات، اقتصادي همغږۍ، د کډوالو، امنيتي مسائلو او ترانزيټي پروژو په اړه مهمې پرېکړې ولري.