ډېر لوستل شوي

اروپايي ټولنه هم له سوریې بندیزونه لرې کوي

پر سوریې د امریکا له لوري د بندیزونو لغوه کېدو له پرېکړې وروسته اروپايي ټولنې هم پر سوریې د ټولو لګېدلو بندیزونو لغوه کېدو ته چمتووالی ښودلی دی.

پخواني چارواکي زلمي خلیلزاد دا ګام مثبت بللی او په وینا یې دا ګام به د سوریې په ټیکاو او اقتصادي رغونه کې مرسته وکړي.

هغه ټینګار کړی چې سوریايي مشران باید هوښیارتوب وکړي او د امریکا او اروپايي ټولنې له لوري له ورکول شویو فرصتونو ګټه واخلي.

بل خوا سعودي عربستان او قطر پر سوریې د نړیوال بانک پورونه هم پرې کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع په سعودي عربستان کې له ولسمشر ټرمپ او نورو مشرانو سره کتلي وو.

اړوند خبرونه