د عامي روغتيا وزارت د درملو او خوړو مرستيال مولوي حمدالله زاهد د ښه توليد (GMP) د تائيد په پروګرام کې ويلي، چې اسلامي امارت به افغانستان په ټولو برخو کې پر خپلو پښو ودروي.
د اميد راډيو خبريال د ښاغلي زاهد له قوله ويلي، چې اسلامي امارت د درملو د توليد نړيوالو معيارونو ته په کتو له توليدوونکو شرکتونو ملاتړ کوي.
د مولوي حمدالله زاهد په وينا، ننۍ غونډه په همدې موخه جوړه شوې، چې د درملو درې توليدوونکي شرکتونه په دې توانېدلي، چې د نړيوالو معيارونو ټول شرايط پوره کړي.
د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې د درملو ۸۶ فعال او غير فعال شرکتونه شته او اسلامي امارت هڅه کوي، تر څو د هېواد کورنی صنعت لا پياوړی کړي.