ډېر لوستل شوي

د افغانستان صادرات نږدې ۸۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلي

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي، چې د روان کال د وري مياشتې په ترڅ کې نږدې د ۸۶ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې مياشت کې د هېواد واردات ۸۴۲ ميليونه او ۸۰۰ زره ډالرو ته رسېږي، چې دا شمېر د تېر کال د کب مياشتې په پرتله ۱۶۰ ميليونه او ۳۰۰ زره ډالره کموالی ښيي.

دغه راز په وري مياشت کې د هېواد صادرات د تېر کال د کب مياشتې په پرتله ۱۴ ميليونه او ۴۰۰ زره ډالرو په اندازه راکم شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، چې د روان هجري لمريز کال په لومړۍ مياشت کې د افغانستان د صادراتو اصلي هېوادونه پاکستان، هند او متحده عربي امارات وو، او واردات بيا له ايران، پاکستان او چين څخه ترسره شوي دي.

د احصايې او معلوماتو ملي اداره هره مياشت د هېواد د سوداګریزو او اقتصادي تبادلو تحليل او ارزونه کوي او د صادراتو او وارداتو رسمي شمېرې خپروي.

اړوند خبرونه