ډېر لوستل شوي

د ترمذ ناسته؛ د سولې، رفاه او ترانزيټ لپاره ګډه سیمه‌ييزه همکاري اړینه ده

د افغانستان اسلامي امارت د اوزبيکستان په ترمذ ښار کې د “سولې، دوستۍ او رفاه لپاره د ګډې فضا “تر سرلیک لاندې له ترمذ ناستې ملاتړ کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال ډاکټر محمد نعیم په دې ناسته کې د اسلامي امارت په استازيتوب ویلي، چې افغانستان د سیمه‌ييزو پروژو، ترانزیټ، انرژۍ، زراعت، او متوازنې ودې ملاتړ کوي او چمتو دی په ټولو سیمه‌ييزو ابتکاراتو کې فعاله ونډه واخلي.

ډاکټر نعیم زیاته کړې، چې افغانستان د ترمذ له لارې د آسیايي هېوادونو د نښلولو لپاره ستراتېژيک موقعیت لري، او نوموړي له اوزبيکستان سره د ۲.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت د ګډو پروژو پر پلي‌کېدو هم ټینګار کړی دی.

ښاغلي نعيم له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان یو باوري شریک وبولي او د هېواد د اقتصادي ثبات، زیربنایي پانګونې او دوامدار پرمختګ لپاره همکاري وکړي.

اړوند خبرونه