د اوبو او انرژۍ وزارت له اهل تشیع مشرانو سره د یاد وزارت د سرپرست وزیر د کتنې خبر ورکړی دی.
یاد وزارت لیکلي چې یو شمېر اهل تشیع مشرانو له ملا عبداللطیف منصور سره په کتنه کې د څښاک اوبو د کمښت په برخه کې خپلې ستونزې له نوموړي سره شریکې کړې دي.
دې کتنه کې ملا عبداللطیف منصور راغلو مشرانو ته ډاډ ورکړی، چې کابل ښار کې د څښاک اوبو د کمښت ستونزو هوارول د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ده. ښاغلي منصور زیاته کړې چې په دې تړاو اوږدمهاله او لنډ مهاله پلانونه په پام کې نیول شوي.
ښاغلي منصور ډاډ ورکړی، چې د للندر شاتوت بند کولی شي د کابل ښاریانو ستونزې هوارې کړي چې نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.