ډېر لوستل شوي

سرپل کې د يوه سوداګريز مارکېټ د جوړولو طرحه د تائيد وړ وبلل شوه

د رياست‌الوزراء اقتصادي معاونيت د پانګونې بين‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د ارګ په مرمرينه ماڼۍ کې شوې ده.

ياد معاونيت وايي، په دې غونډه کې له اجنډا سره سم په سرپل کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګريز مارکېټ جوړولو او د جوزجان د قرقين او خم‌اب ولسواليو ته د برېښنا رسولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې دي.

په دې ناسته کې د هر اړخيز بحث وروسته په سرپل کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګريز مارکېټ جوړولو طرحه د تائيد وړ بلل شوې ده.

ويل‌کېږي، په دې سوداګريز مارکېټ به يو خصوصي سکټور د ۵۲ ميليونه افغانيو په لګښت پانګونه وکړي، چې په ټوليزه توګه به ۶۲ دوکانونه ولري.

اړوند خبرونه