د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايتالله بدري د مل پلاوي په ګډون ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې د کاني توکو په نړيوال نندارتون کې ګډون کړی دی.
د ياد وزارت سرپرست وزير د دې نندارتون په پرانيستغونډه کې ويلي، چې اسلامي امارت غواړي د ګاونډيو هېوادونو له تجربو څخه په ګټې اخيستنې سره د افغانستان له کانونو اغېزمنه ګټه پورته کړي.
وزارت په خبرپاڼه کې ويلي، چې ښاغلي بدري د نندارتون له بېلابېلو برخو او ليتيمو د پروسس له کارخونې ليدنه کړې او د خصوصي سکټور ګڼ شمېر شرکتونه يې په افغانستان کې پانګونې ته رابللي دي. د ويلو ده، چې د دغه نندارتون په څنډو کې د ایران اړوندو ادارو مسوولینو په افغانستان کې د همکاریو او پانګونې په برخه کې هر راز ډاډ ورکړی دی.