د رياستالوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي وايي، اسلامي امارت نه يوازې د کورنيو توليداتو د ډېرېدو هڅې کوي، بلکې د توليداتو کيفيت ته هم ځانګړې پاملرنه کوي.
نوموړي دا څرګندونې نن د درملو او خوړو د ښه توليد (GMP) د تصديق پروګرام پر مهال کړې او زياته کړې یې ده، چې اسلامي امارت د بېکيفيته درملو او خوړو د وارداتو او صادراتو د مخنيوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي دي.
ښاغلي حنفي، هغه کسان چې بېکيفيته مواد توليدوي او يا يې هېواد ته واردوي ملي خائنين بللي او هغوی ته يې د قانوني سزا په ورکولو ټينګار کړی دی.