ډېر لوستل شوي

مولوي مطیع‌الحق خالص د نېوسکي نړیوال کانګرس کې د ګډون لپاره روسیې ته ولاړ

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عموموي رييس مولوي مطيع‌الحق خالص نن د روسيې په رسمي بلنه د ” نېوسکي يوولسم نړيوال چاپېريالي کانګرس” کې د ګډون په موخه ياد هېواد ته سفر وکړ.

يادې ادارې د ښاغلي خالص په حواله ويلي، په دې کانګرس کې به د افغانستان چاپېریالي وضعیت، اقلیمي ننګونې، د طبیعي زيرمو تخریب او د اقلیم بدلون مسائلو ته د حللارو په تړاو خبرې وکړي.

ياد کانګرس د روان ميلادي کال د مې له ۲۲ مې تر ۳۲ مې په روسيې کې د نړۍ د ۴۰ هېوادونو د لوړپوړو چاروکو په شتون کې ترسره کېږي.

د ويلو ده، دا لومړی ځل دی چې د افغانستان حکومت په دې کانګرس کې په رسمي توګه برخه اخلي.

اړوند خبرونه