ډېر لوستل شوي

مولوي نورجلال جلالي د افغان مېرمنو د مړينې په تړاو د يوه نړيوال سازمان راپور ناسم بللی

د عامې روغتيا سرپرست وزير مولوي نور جلال جلالي د يوه نړيوال سازمان وروستي راپور ته په غبرګون کې ويلي، چې د افغان مېرمنو د مړينې په اړه خپور شوی راپور دقيق نه‌دی او له واقعي حالت سره مطابقت نه‌لري.

د اميد راډيو خبريال د ښاغلي جلالي په حواله ويلي، چې افغانستان اوس له اوږدې مودې وروسته د درملو له مصرفي حالت څخه د ځان‌بسياينې پر لور روان دی او اسلامي امارت هڅه کوي، چې په ټولو برخو کې کورني توليدات زيات او معياري کړي.

د يادونې وړ ده، چې د عامې روغتيا وزارت سرپرست دغه څرګندونې نن د درملو د ښه توليد (GMP) د تصديق پروګرام په ترڅ کې کړې دي.

اړوند خبرونه