د اقتصاد وزارت مسلکي معین ډاکتر عبداللطيف نظري ايران ته د سفر په ترڅ کې له تسنيم خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي، چې اسلامي امارت پر کورنيو سرچينو او له ايران او چين سره د همکاريو د پراختيا پر مټ د امریکا او لویدیځو هېوادونو د بنديزونو اغېزه راکمه کړي.
د ښاغلي نظري په وينا، چې افغانستان او ايران تر لس ميليارده ډالرو پورې د سوداګرۍ ظرفيت لري او د دواړو هېوادونو د اقتصاد پياوړتيا لپاره يې د چابهار بندر ښه لار بللې ده. د اقتصاد وزارت مسلکي معین په خپلو څرګندونو کې د حقابې په تړاو ويلي، چې اسلامي امارت پر خپلو نړيوالو ژمنو ولاړ دی او که وچکالي جدي نه وي، نو د ایران خلکو ته به د اړتيا وړ اوبه ور خوشې کړي.