ډېر لوستل شوي

کورني توليدات پياوړي کړئ، تر څو افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي

د وزيرانو شوراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د درملو له ټولو توليدوونکو شرکتونو غوښتي، چې خپل توليدات د نړيوالو معيارونو سره برابر کړي.

د اميد ارډيو خبريال د عامې روغتيا وزارت د ښه توليد (GMP) د تائيد په پروګرام کې د ښاغلي برادر په حواله ويلي، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين د فرامان پر بنسټ له کورنيو توليداتو بايد کار واخېستل شي، تر څو مو هېواد پر خپلو پښو ودرېږي.

د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال بهرني توليدات هېواد ته اقتصادي زيان بللی او د کورني توليداتو پر لا پياوړتيا يې ټينګار کړی دی.

اړوند خبرونه