د سمنګان ولایت د درهصوف پایین ولسوالۍ اړوند د ګوله کلي د ډبرو سکرو په یوه کان کې د تیرې شپې چاودنې له امله اووه تنه کارګرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د ياد ولايت د امنيه قومانداني د رسنيو دفتر وايي، چې سيمې ته امنيتي ځواکونو پر وخت رسېدنه کړې او د امبولانس ټيم په همکاري يې ټپيان د ولسوالۍ کلينيک ته لېږدولي دي.
یاده دې وي، چې د وژل شویو کسانو مړي له دغه کان څخه راایستل شوي او خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.