ډېر لوستل شوي

بدخشان پوهنتون کې د ۲۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت دوې سترې علمي او روغتيايي پروژې پرانيستل شوې

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست شيخ نداء محمد نديم د هېواد شمالي ولايتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې په بدخشان پوهنتون کې د ۲۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د دوو سترو پروژو پرانيسته کړې ده.

ياد وزارت وايي، په دې پروژو کې د هېواد په کچه ۲۰۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د يو ستر تدريسي روغتون جوړېدل شامل دي، چې زده‌کړيالانو ته به د عملي زده‌کړو ترڅنګ د ياد ولايت ولسونو ته معياري روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.

دغه راز په دويمه پروژه کې د ياد پوهنتون د طب پوهنځي لپاره د ۶۰ ميليونه افغانيو په ارزښت د معياري تدريسي ټولګيو، اداري خونې او نور اړينې اسانتياو په درلودو د تعمير جوړېدل شامل دي. د ويلو ده، چې د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله د ځانګړي فرمان له مخې څه موده وړاندې په بدخشان پوهنتون کې د روغتيايي سکټور د پياوړتيا په موخه د طب پوهنځی منظور شو.

اړوند خبرونه