ډېر لوستل شوي

دشت ارچي کې د فرعي سړکونو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د کندز دشت ارچي ولسوالۍ په بېلابېلو کليو کې د ۱۸ کيلو مترو په اوږدوالي د فرعي سړکونو د ترميم او جغل اچونې چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.

د کليو، بيارغونې او پراختيا وزارت وايي، چې د دې سړک چارې په ياد ولايت کې د اړوند رياست له لوري ترسره شوي دي.

په ياده پروژه کې سلګونه تنو کارګرو ته د کار زمينه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره يې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شوې دي.

د کندز دشت ارچي ولسوالۍ يو له هغو سيمو څخه ده، چې په تېرو شلو کلونو کې له پرمختيايي پام‌لرنې بې‌برخې پاتې شوې او د ترانسپورټي اسانتياوو نشتوالي د خلکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ کړی دی.

اړوند خبرونه