ډېر لوستل شوي

د اسلامي امارت مشرتابه: مسوولیت اعزاز نه؛بلکې د اوږو بار دی

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ښاروالیو مسوولینو ته په جوړ شوي یو ورځنیز سمینار کې ګډون او وینا کړې ده.

دې سمینار کې د کابل د ښاروال په ګډون د ولایتونو د ښاروالۍ مسوولننو برخه اخیستې وه.

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ټولو ښاروالانو د چوپړونو ستاینه کړې او ددې سمینار ګډون کوونکو ته یې مهمې سپارښتنې کړي دي.

عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله تعالی په خپله وینا کې ویلي: «مسوولیت کوم اعزاز نه دی، بلکه مسوولیت امانت، د اوږو بار او د خلکو د حقوقو ذمه واري په غاړه اخیستل دي. اوس ستاسو په غاړه د خلکو مسوولیت دی، او پر تاسو لازمه ده چې په شرعي طریقه سره د  خلکو د حقوقو ساتنه او د خلکو خدمت وکړئ.»

د اسلامي امارت زعیم وړاندې ښاروالانو ته په خطاب کې ویلي چې د ښاروالیو پیسې د خلکو پیسې دي؛ نو دا پیسې په داسې عامه چوپړونو ولګوئ، چې خلک خوشاله شي.

امیرالمؤمنین حفظه الله دې سمینار ته په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي: «د افغانستان خلک ډيرو جنګونو ځپلي دي، اوس د رحم او شفقت مستحق دي، نو د خلکو سره ښه چلند وکړئ، او مرسته یې وکړئ، زور او جبر مه پرې کوئ، پر خلکو بوج مه راولئ، د ښارونو په تنظیف او پاکوالي کې ډیر کوښښ وکړئ، د عامه مصالحو او د بیت المال ساتنه وکړئ، د غفلت څخه ځان وساتئ، په شریعت استقامت وکړئ، اوس عام خلک ستاسو په ښه خدمت او کار ډیر خوشحاله کېږي.»

یاده دې شي چې د اسلامي امارت زعیم تر دې دمخه هم په بېلابېلو کنفرانسونو او سمینارونو کې ګډون او ویناوې کړي دي.

اړوند خبرونه