ډېر لوستل شوي

د جاسوسۍ تور؛ هند ۱۱ تنه د پاکستان لپاره د معلوماتو په لېږد نیولي

انډيا ټوډي ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د هند حکومت په درېيو ورځو کې ۱۱ کسان پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نيولي دي.

په دې راپور کې ويل شوي، چې په دغو کسانو کې ځينې يوټيوب چلونکي هم شامل دي.

ويل‌کېږي، چې د هریانا یو یوټیوب چلونکی له شپږو نورو کسانو سره یو ځای د پاکستان استخباراتي کارکوونکو ته د حساسو معلوماتو د لېږدولو په تور نیول شوی دی.

د هند او پاکستان ترمنځ د جاسوسۍ او استخباراتي کړنو موضوع د اوږدې ترینګلتیا یوه مهمه برخه ده. دواړه هېوادونه، چې درې ځله یې جګړې کړي، له کلونو راپدې خوا يو پر بل د جاسوسۍ او استخباراتي نفوذ تورونه پورې کوي.

اړوند خبرونه