ډېر لوستل شوي

د خروار بند پروژې د لومړي فاز چارې بشپړې او د دویم فاز چارې پيل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت د لوګر ولايت د خروار بند د ساتنې او پام‌لرنې پروژې د لومړي فاز چارو له بشپړېدو او د دغې پروژې د دويم فاز چارو له پرانيستل کېدو خبر ورکړی دی.

د ياد وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور په جوړو شويو مراسمو کې په ټوليزه توګه د ۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت د دغه بند د ساتنې او پام‌لرنې لومړي فاز بشپړېدل او د ۳۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د دويم فاز د چارو پيل د اوبو مسير د مديريت په برخه کې مثبت ګام بللی دی.

دغه بند د ۳۶ متره لوړوالي او ۱۴۰ متره اوږدوالي په درلودلو سره ۶ زره هکتاره ځمکه خړوبوي، چې ۱۳ زره کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کړي.

د يادونې وړ ده، چې د لوګر د خروار بند د دويم فاز چارې به په راتلونکو پنځو میاشتو کې بشپړې شي.

اړوند خبرونه