ډېر لوستل شوي

د قطر لپاره افغان او ازبکستاني سفیرانو کتلي

دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفير محمد سهیل شاهین د قطر لپاره د ازبکستان له سفیر ښاغلي اشرف خوجایف سره کتلي دي.

دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو، سوداګرۍ، پانګونې، ظرفیت لوړونې او د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې اترې کړي دي.

ورته مهال دواړو سیالانو پر لا ډېرې همکارۍ او د ورته ناستو پر چمتو کولو ټینګار کړی دی.

یاده دې شي چې ازبکستان اوسمهال له افغان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې غوره اړیکې لري.

اړوند خبرونه