ډېر لوستل شوي

د کابل – جلال‌اباد دویم لین سړک د رغونې چارې چټکې شوې

د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عيسی ثاني د کابل ـ جلال‌اباد د لويې لارې د دويم لين سړک له رغنيزو چارو ليدنه کړې ده.

د ياد وزارت وياند محمد اشرف حق‌شناس وايي، چې ښاغلي ثاني د یاد سړک له چارو نږدې لیدنه کړې او مسوولینو ته یې د کار چټکتیا او کیفیت په اړه لارښوونې کړي دي.

دغه سړک شاوخوا ۱۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې له ډلې یې ۶۵ کیلومتره رغول شوی او د پاتې ۸۳ کیلومتره رغنيزې چارې یې په درېيو برخو وېشل شوي دي.

د ټولګټو وزارت د وياند په وينا، د دې سړک عوايد د ټولپلازا له لارې د سړک رغونې د لګښتونو په موخه د ماليې وزارت په مديريت په شفافه توګه راټولېږي.

د کابل – جلال‌اباد لویه لاره د افغانستان له مهمو اقتصادي، ترانزیټي او ستراتیژیکو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د هېواد پلازمېنه کابل د ختیځ له مرکزي ولایت ننګرهار سره نښلوي.

اړوند خبرونه