ډېر لوستل شوي

ملا هدايت‌الله بدري د ايران د نفتو له وزير سره کتلي

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايت‌الله بدري ايران ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې هېواد د نفتو له وزير محسن پاک‌نژاد سره کتلي دي.

ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې دواړو لوريو د معدنونو، نفتو، ګازو، خامو نفتو د تصفيې او د افغانستان د معدني زيرمو په برخه کې د ګډو پانګونو او همکاريو د پراختيا پر موضوعاتو خبرې کړې دي.

دغه راز په دې ناسته کې پرېکړه شوې، چې د پروژو د تعقیب او چټک پلي‌کولو په پار ګډې کمېټې جوړې شي.

د کانونو او پټروليم وزارت د يادې ليدنې موخه د افغانستان او ايران ترمنځ د اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او د دواړو هېوادونو له ظرفيتونو څخه اغيزمنه ګټه پورته کول ښودلي دي.

اړوند خبرونه