ډېر لوستل شوي

کابل کې ۷۳ زره کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې ووېشل شوې

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د کابل ښار سينما پامير برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې په تېر کال کې ۷۶ زره هېوادوالو ته د برېښنايي پېژندپاڼو اړوند خدمتونه وړاندې کړي دي.

ياده اداره وايي، په دې خدمتونو کې د ۷۳ زره نويو برېښنايي پېژندپاڼو وېش او ۳ زره نورو هېوادوالو ته د الکترونيکي تذکرو تر وېش وروسته خدمتونه شامل دي.

د يادې څانګې عموموي مدير قاري حسيب‌الله خليلي وايي، چې هر ورځ دې څانګې ته شاوخوا ۴۰۰ غوښتونکي راځي او د روان کال له پيله ۹ زره او ۵۰۰ هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.

د ويلو ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې ولايتي رياستونو او مديريتونو ته د ځينو صلاحيتونو په سپارلو سره، د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش او د اړوند خدمتونو په بهير کې ګڼې اسانتياوې رامنځته شوې دي.

اړوند خبرونه