د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرتیا کې ویلي چې له دې وروسته هېچا ته د کونړ په سیند کې د لمبلو اجازه نشته.
دې سیند کې وروسته له هغې پر لمبلو بندیز لګیږي چې په تېرو څو ورځو کې یې ۵ تنه لاهو کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د هوا په ګرمېدو سره په حواله رسنیو کې یو شمېر ځوانانو په ژورو اوبو او سیندونو کې د نهلمبلو کمپاین پيل کړی دی.
یاده دې شي چې افغانستان کې هرکال د هوا په ګرمېدو، ګڼ کسان د ژورو اوبو خوارک کیږي.