د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د خوست په بېلابېلو سیمو کې شپږ ټولګټې پروژې د ۵۱ میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د دغو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني، علماوو، قومي مشرانو او ګڼو خلکو ګډون کړی وو.
ښاغلي منصور د دغو پروژو پلي کول د اوبو سرچینو د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک ګام بللی او زياته کړې یې ده، چې اسلامي امارت نه یوازې د هېواد د ازادۍ لپاره قربانۍ ورکړې؛ بلکې اوس د آبادۍ او پرمختګ لپاره هم ژمن دی. دغه راز په دې مراسمو کې د خوست والي مولوي عبدالقیوم روحاني هم يادې پروژې د اوبو مدیریت او سیمهییز پرمختګ لپاره مهمې بللې دي.