ډېر لوستل شوي

ایراني پانګوال د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست ملا هدايت‌الله بدري ايران ته د خپل سفر په ترڅ کې د اصفهان له والي او د وسپنې د پروسس (فولاد مبارکه) له کارخونې ليدنه کړې.

ياد وزارت وايي، لیدنه کې د کاني زېرمو په برخه کې د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او دغه راز د افغانستان د کاني زېرمو په برخه کې پر پانګونې خبرې شوې دي.

دغه راز د وسپنې د پروسس کارخونې رييس په افغانستان کې د کاني زېرمو په برخه کې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

ښاغلي بدرې د دې شرکت رييس لېوالتيا ته هرکلی کړی او په يادو برخو کې ورسره د همکاريو ژمنه کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د کانونو او پټروليم وزارت هڅه کړې چې د نړیوالو او سیمه‌يیزو پانګوالو پام افغان کانونو ته راواړوي.

اړوند خبرونه