د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدلغني برادر اخوند د لغمان ۱۰ ميګاواټه لمريزې برېښنا پروژې د چارو پيل ګام ستايلی دی.
په ختيځ زون کې د اميد راډيو خبريال د ښاغلي برادر له قوله ويلي، چې دا ډول پروژې نه يوازې د برېښنا توليد؛ بلکې د اقتصادي پياوړتيا، کاري زمينو په رامنځته کېدو او هېواد پر ځان بسياينې برخه کې مهم ګام دی. د يادونې وړ ده، چې اسلامي امارت په روان کال کې د ياد ولايت په ګډون يو شمېر ولايتونو کې هم ورته مهمې پروژې تر کار لاندې نيولې دي.