ډېر لوستل شوي

شیخ شهاب‌الدین دلاور د تالو او شونډ‌چاودو ناروغانو له روغتیایي بهیر کتنه کړې

د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور د افغاني سرې میاشتې په مرکزي روغتون کې د تالو او شونډ‌چاودو ناروغانو د درملنې له بهیره کتنه کړې ده.
افغاني سره میاشت ویلي، چې ښاغلي دلاور ددې ناروغانو د درملنې برخه کې د بنګله دېش د مرکزالاسلام بنسټ هڅې ستایلي او له نورو نړیوالو مرستندویو بنسټونو یې هم غوښتنه کړې، تر څو د ورته روغتیايي برخو کې همکاري وکړي.
یاده دې شي چې دې بنسټ ژمنه کړې چې د افغان ډاکټرانو ظرفیت لوړونه کې به همکاري کوي.

اړوند خبرونه