ډېر لوستل شوي

د نړيوال ناورين ډله: اروپايي ټولنه دې د افغان کډوالو د حقونو لپاره پر پاکستان فشار راوړي

د نړيوال ناورين ډلې د پاکستان مېشتو افغانانو په تړاو له اروپايي ټولې غوښتي، چې پر دې هېواد فشار راوړي، تر څو د کډوالو بنسټيزو حقونو ته درناوی وکړي او هغوی په جبري توګه له هېواده ونه‌باسي.

يادې ډلې په راپور کې د اروپايي ټولنې پر مرستو ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې په افغانستان کې د خپلو مرستندويه پروګرامونو پراختيا ته داوم ورکړي، تر څو بېرته ستنېدونکو او د هغوی کوربه ټولنو ته لا ډېرې مرستې وشي.

دا په داسې مهال ده، چې پاکستان په دې وروستيو کې له دې هېواده د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ چټکه کړې او د کډوالو او راستېدونکو چارو وزارت د وروستي راپور له مخې، تر اوسه ياد هېواد له ۲سوه ۴۴ زرو ډېر افغان کډوال په جبري توګه افغانستان ته رالېږلي دي.

اړوند خبرونه