ډېر لوستل شوي

سهیل شاهین: د ا.ا پرېکنده خپلواکي اوس هند او ايران ته روښانه شوې

په قطر کې د افغانستان سفارت سرپرست سهيل شاهين وايي، ايران او هند پوه شوي چې اسلامي امارت د هيڅ يوه هېواد تر اغېزې لاندې نه دی.

ښاغلي شاهين له الجزيرې شبکې سره په مرکه کې ويلي، چې يادو هېوادونو پخوا فکر کاو، چې اسلامي امارت د پاکستان تر اغېزې لاندې دی؛ خو اوس يې درک کړې چې دا تصور يې له واقعيت سره سمون نه‌لري.

په قطر کې د اسلامي امارت سفارت سرپرست له اسلام‌اباد سره په ښو اړيکو درلودو ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې دا اړيکي بايد دوه اړخيزې وي. ښاغلي سهيل شاهين په دې مرکه کې دا هم ويلي، کابل په دې باور لري چې د تعامل له لارې د ستونزو هوارولو لپاره لارې شونې دي او بايد نور د اسلامي امارت رسميت پېژندنه له ځنډ سره مخ نه‌شي.

اړوند خبرونه