د چاپېريال ساتنې ملي ادارې عمومي رييس مولوي مطيعالحق خالص روسيې ته د خپل سفر په ترڅ کې د اذربايجان د ايکولوژۍ او طبیعي سرچينو له وزير مختار بابايف سره دوه اړخيزه ناسته کړې ده.
ياده اداره وايي، په دې ناسته کې د اذربايجان وزير په نيوسکي کانګرس کې د افغان پلاوي ګډون ستايلی او دا يې اغېزناک ګام بللی دی.
ښاغلي خالص هم د اذربايجان د همکاريو په ځانګړې توګه د کاپ په ۲۹م کنفرانس کې د افغانستان بلنه ارزښناکه ګڼلې.
بايد وويل شي، چې بابايف د ګډو هڅو او بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او دواړو لوريو د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.