ډېر لوستل شوي

مولوي مطيع‌الحق خالص د چاپیریال ساتنې په نړیوال کانګرس کې ګډون وکړ

د چاپېريال ساتنې ملي ادارې رييس مطيع‌الحق خالص په مشرۍ پلاوي د روسيې په سن پېټرزبورګ کې د نړيوال ۱۱م چاپېريالي کانګرس (نيوسکي) کې ګډون کړی دی.

ياد اداره وايي، په دې کانګرس کې د بېلابېلو هېوادونو استازو، د نړيوالو بنسټونو متخصصين او د چاپېريال ساتنې مسوولينو ګډون کړی دی.

ويل‌کېږي، په ياد کانګرس کې د اقليمي بدلونونو په رڼا کې د چاپېريال ساتنې په برخه کې د ننګونو او زمينو رامنځته‌کېدو په تړاو خبرې او ارزونې کېږي.

دې ادارې زياته کړې، چې په دې نړیواله ناسته کې د افغانستان د پلاوي ګډون د چاپېریال ساتنې او د اقلیمي بدلونونو پر ضد د نړیوالو هڅو سره د هېواد ژمنتیا څرګندوي.

اړوند خبرونه