ډېر لوستل شوي

بلخ پوهنتون کې یو شمېر پروژې پلې کیږي

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ ندا محمد ندیم بلخ پوهنتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله له لوري د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څو مهمو منظورو شویو پروژو پرانیسته کړې ده.

یادو پروژو کې د یو جومات جوړول، د پوهنتون دننه سړکونو جوړول، د ژورو څاګانو کیندنه، د اوبو رسونې سیستم او د ښوونې او روزنې پوهنځیو بیارغونه شامله ده.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدارنګه بلخ ته د سفر پر مهال ددې پوهنتون له مسوولینو او زده کړیالانو سره جلا ناستې کړي او په وینا یې چې د استادانو له تجربو به د هېواد په بیارغونه کې ګټه اخیستل کیږي. ویل کیږي چې په دې پروژو کې رغنیزې او نورې پروژې شاملې دي.

اړوند خبرونه