د ترک دولتونو سازمان وايي، چې له اسلامي امارت سره د ثبات او پراختيا په برخو کې خپلو همکاريو ته دوام ورکوو.
ياد سازمان په يوې ګډې خبرپاڼه کې د افغانانو لپاره د نړیوالو بشري مرستو له دوام څخه ملاتړ کړی او زياته کړې يې ده، چې له اسلامي امارت سره به د ثبات او پرمختګ په برخو کې همکاريو ته دوام ورکړي.
د ترک دولتونو سازمان غړو دغه راز د ټاپي، افغان-ترانس، کاسا-۱۰۰۰ او د ورېښمو لارې پروژې د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره مهمې بللې دي.
په خبرپاڼه کې همداراز له نړیوالو بنسټونو غوښتل شوي، چې د دغو پروژو په پلي کېدو کې همکاري وکړي. بايد وويل شي، چې په دې سازمان کې نهه هېوادونه شامل دي چې پنځه يې اصلي غړي او څلور نور يې ناظرين دي.