د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت وایي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال، محترم مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د کندز ولایت «قلعۀ زال» ولسوالۍ له یو شمېر مسوولینو او علماوو سره کتلي دي.
ښاغلي فطرت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د «قلعۀ زال» ولسوال، مولوي عبدالقدیر حمزه د نورو په استازیتوب د خپلو فعالیتونو او کړنو په اړه د ریاست الوزراء اداري مرستیال ته معلومات ورکړي دي.
په دې کتنه کې د «قلعۀ زال» ولسوالۍ مسوولینو او علماوو د اسلامي امارت له رهبرۍ څخه غوښتي چې په یاده ولسوالۍ کې د روغتونونو جوړولو، د برېښنا لېږد او د سړکونو ترمیم ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
بلخوا د ریاستالوزرا اداري مرستیال، د کندز د سیمهییزو مسوولینو کړنې ستایلې او دوی ته یې ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت به خپلو امکاناتو ته په پام سره ټولو مسایلو ته رسېدنه کوي. د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت لیکلي چې مولوي عبدالسلام حنفي له «قلعهزال» ولسوالۍ څخه راغلو مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره دې لازم اقدامات وکړي.