د هلمند ځايي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د څښاک پاکو اوبو یوه پروژه ګټېاخیستنې ته سپارل شوې ده.
د مسوولینو په وینا چې دا پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) په مالي ملاتړ پلې شوې او ۱۰۴ کورنیو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
د هلمند د والي ویاند، مولوي محمدقاسم ریاض رسنیو ته ویلي چې په دې پروژه کې یوه لس متره مکعبه ذخیره، ۵۵۰ واټه سولر تخته، ۹۵۸ متره پایپ او ۵۳ نلکې شاملې دي او (۲۹۵۰۰۰۰) افغانۍ لګښت پرې راغلی دی.
د ویلو ده چې د دې پروژې د پلېکېدو پرمهال لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. بلخوا د ګرمسېر ولسوالۍ د « دورزو» کلي اوسېدونکي د دې پروژې پلېکېدو ته خوښ دي او د یاد ولایت په لرې پرتو سیمو کې د ورته پروژو د تطبیق غوښتنه کوي.