ډېر لوستل شوي

پنجشېر کې ۱۰۰ بستریز روغتون جوړېږي

د پنجشېر د مرکز اړوند په بهارک کلي کې د  ۱۰۰ بستريز روغتون د جوړېدو لپاره ۱۴۸ ميليونه افغانۍ ځانګړې شوي دي.

د یاد ولایت د والي ویاند سیف‌الدین لټون ویلي، چې دا بودیجه د اسلامي امارت زعيم اميرالمؤمنين حفظه‌الله له لوري ځانګړې شوې ده.

د مسوولینو په وینا چې له جوړېدو وروسته به په دغه روغتون کې د جراحي، داخلې، ماشومانو، نسایي ـ ولادي، ارتوپیدي، سترګو، غوږ، مجهز عملیات خانې، درملتون او په اکسرې برخو کې خدمتونه وړاندې کېږي. 

په پنجشېر کې د دې سل بستریز روغتون د پروژې منظورېدل په یاد ولایت کې د روغتیايي خدمتونو د ښه‌والي پر لور ستر ګام بلل شوی دی. 

بل‌لور، د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي په هرات کې د ماشومانو درملنې ته د ځانګړي شوي ۴۰۰ بستریز روغتون د بنسټ ډبره اېښې ده.

دا روغتون په هرات کې د یو افغان سوداګر په مالي ملاتړ جوړېږي.

اړوند خبرونه