د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت د پکتیا په لجې منګل ولسوالۍ کې دوې کورنۍ د ۴۰ کلنې دوښمني په دوستۍ له بدليدو خبر ورکړی دی.
ياد وزارت وايي، دا شخړه چې پکې څلور تنه وژل شوي وو، د کلتوري مسائلو له امله رامنځته شوې وه. د ويلو ده، سږکال په پکتيا کې دا دويمه لويه شخړه ده چې د اړوند رياست، علماوو او قومي مشرانو په هڅو په سوله بدلېږي.