د کندز امنیه قومانداني هغه راپورونه په کلکه رد کړي، چې ګواکې د یاد ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې پر آمر برید شوی دی.
د امنیه قوماندانۍ ویاند جمعه الدین خاکسار دغه خبرونه له واقعيت څخه لرې بللي او زياته کړې يې ده، چې د بهرنيو مغرضو رسنيو له لوري خپاره شوي راپورونه حقيقت نهلري. دا په داسې مهال ده، چې له هېواد څخه بهر یو شمېر مغرضو رسنیو داسې خبر خپور کړی چې ګواکې تېره ورځ د کندز لومړۍ امنیتي حوزې پر آمر برید شوی دی.