ډېر لوستل شوي

بادغیس کې د روغتیايي زده‌کړو نوی فصل؛ لومړنی دولتي انسټېټيوټ پرانیستل شو

د عامې روغتيا وزارت سرپرست مولوي نورجلال جلالي بادغيس ته د سفر په ترڅ کې د لومړي ځل د پيلېدونکو دولتي روغتيايي علومو انسټېټيوټ پرانيسته وکړه.

ياد وزارت وايي، چې ښاغلي جلالي په جوړو شويو مراسمو کې د ياد انسټېټيوټ جوړېدل لويه لاسته راوړنه بللې او دا يې د روغتيايي زده‌کړو په برخه کې د شته تشې ډکولو او په دې برخه کې يې د ستونزو له منځه وړل ياد کړي دي.

د عامې روغتيا سرپرست وزير په وينا، د دې انسټېټيوټ لپاره بشپړ تشکیلاتي جوړښت منظور شوی، مناسب ځای ورته ځانګړی شوی، چې سلګونه زده‌کوونکي به پکې په څلورو بېلابېلو برخو کې زده‌کړې وکړي. په همدې حال د بادغيس ځايي اوسېدونکو د عامې روغتيا وزارت له ورغلي پلاوي د مننې ترڅنګ د روغتيا له برخې سره د نورو همکاريو غوښتنه هم کړې ده.

اړوند خبرونه