ډېر لوستل شوي

روسیې ‘د خوړو نړیوال پروګرام’ له لارې له افغانانو سره د ۱۲۸۰ مټریک ټنه اوړو مرسته وکړه

روسیې د افغانانو د لاسنیوي په موخه د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ته ۱۲۸۰ مټریک ټنه غني شوي اوړه سپارلي چې د همدې پروګرام له لارې به په شمال زون کې تر اړمنو کورنیو ورسېږي.  

د روسیې دا مرسته نن (یکشنبې، د غبرګولي ۴مه) په شمال زون کې د خوړو نړیوال پروګرام ته سپارل شوې ده.

بلخوا په مزارشریف ښار کې د روسیې کنسول «ایګار نیکالایف» د خوړو نړیوال پروګرام ته د دې مرستې د سپارلو په مراسمو کې له افغانانو سره د مسکو د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی.

روسیې تر دې مخکې هم په بېلابېلو برخو کې د افغانانو بشري لاسنیوی کړی، او له اړمنو هېوادوالو سره یې د مرستې ډاد ورکړی دی.

اړوند خبرونه