ډېر لوستل شوي

له پاکستانه ۵۱۷ افغان بنديان ازاد او هېواد ته راستانه شول

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په وروستيو درېيو ورځو کې له پاکستانه ۵۱۷ تنه افغان بنديان ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، د راوني مياشتې په لومړۍ او دويمه ۲۸۷ تنه بنديان د تورخم او سپین‌بولدک له لارو راستانه شول، او د غبرګولي په ۳مه بيا ۲۳۰ نور بنديان له پاکستانه راخوشې شوي دي.

سرچينه زياتوي، دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د ناقانونه اقامت له امله تر يوې يا دوو ورځو پورې په بندخونو کې ساتل شوي وو، د سرحدي امريتونو له لوري د ثبت، نوم‌ليکنې، لومړنيو مرستو او له هرکلي بهير وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږل شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له پاکستان څخه د افغان بنديانو د ازادېدو پر بهير د دوام ټينګار کړی او زياته کړې يې ده، چې له راستنو شويو سره د مرستې پروسه بايد دوام لري.

اړوند خبرونه