د سټنډرډ ملي ادارې مسوولین وایي چې په نیمروز ولایت کې دې ادارې ته د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري پنځه جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ځمکه د اسلامي امارت د مشرتابه په حکم د نیمروز ولایت د مرکز اړوند په «غوثالدین» کلي کې سټنډرډ ملي ادارې ته ځانګړې شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا د بندري ولایتونو لپاره سټنډرډ ملي ادارې ته د ځمکو د انتقال د لوی پلان برخه ده، چې د اداري ودانیو او د کیفیت د تثبیت لابراتوارونو د جوړولو لپاره به ترې استفاده وشي.
همداراز سټنډرډ ملي ادارې د تخنیکي زیربناوو د پراختیا او د کیفیت د تثبیت مرکزونو په جوړولو سره د هېواد په بندري ولایتونو کې د سټنډرډ جوړونې بهیر د پیاوړتیا ژمنه هم کړې ده.
د یادونې وړ ده چې په نیمروز ولایت کې دا ځمکه د سټنډرډ ملي ادارې د کیفیت د تثبیت چوپړتياوو د پراختیا په موخه دې ادارې ته سپارل شوې ده.