د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال په تېرو دوو مياشتو کې د ۵ زره او ۷۸ بهرنيو وګړو تګ ـ راتګ ثبت کړی دی.
د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په دې موده کې د ۱۱۹ ښځينهوو په ګډون ۲ زره او ۶۵۸ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۴۷ ښځینهوو په ګډون ۲ زره او ۳۹۳ نور له هېواده وتلي دي.
له دې جملې ۲ زره او ۶۱۸ کسان له ځمکنيو بندرونو او ۴۰ تنه نور د هوايي ډګرونو له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې يې ۳۵۲ تنه د هېواد د لرغونو او تاريخي سيمو د ليدنې او پاتې نور يې د کار په موخه راغلي دي.
بايد وويل شي، چې ياد تګراتګ نه يوازې دا ښيي چې امنيتي وضعیت د پخوا په پرتله د باور وړ شوی، بلکې دا هم څرګندوي چې افغانستان د سيمې په کچه يو فرهنګي، تاريخي او اقتصادي مرکز ګرځېدلی دی.