ډېر لوستل شوي

جلال‌اباد کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت یو سړک کانکرېټ کېږي 

د جلال‌اباد ښاروالۍ مسوولین وایي چې د دغه ښار د اتمې ناحیې اړوند سیمه کې د څه باندې یونیم کیلو متر سړک د کانکرېټولو چارې پیل شوې دي. 

د دې ادارې مرستیال، مولوي محمداسحاق ویلي چې دغه ۱۶۰۰ کیلو متره اوږد او له ۵ تر ۷٫۵ مترو سور‌ور سړک د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو ادارې (UNOPS) په مالي ملاتړ کانکرېټ کېږي.  

د جلال‌اباد ښاروالۍ مسوولینو دا هم ویلي چې د دې پروژې چارې به راتلونکو دریو میاشتو کې بشپړې او ګټې‌اخیستنې ته وسپارل شي. 

په ورته وخت کې د جلال‌اباد یو شمېر اوسېدونکي د دې پروژې د چارو پیل ته خوښ دي او د جلال‌اباد ښاروالۍ د ورته پراختیایي فعالیتونو د زیاتېدو غوښتنه کوي. 

د یادونې ده چې د جلال‌اباد ښاروالي د سږ ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د خپل بودیجوي پلان له مخې، د دغه ښار په بېلابېلو ناحیو کې د ۴۶ نورو پراختیایي پروژو د پیل هوډ لري.

اړوند خبرونه