ډېر لوستل شوي

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا د دواړو هېوادونه په ګټه ده

په کابل کې د ازبکستان سفیر، د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستیال، ډاکټر محمد نعیم سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.

په دې کتنه کې د ازبکستان او افغانستان د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ او نورو ګڼو موضوعاتو بحث شوی او همداراز دواړو لوریو د ګډ تفاهم پر دوام ټینګار کړی دی.

د ازبکستان له سفیر سره په کتنه کې ډاکټر محمد نعیم د افغانستان او ازبکستان اړیکې تاریخي بللې او په وینا یې چې دا مهال د اقتصادي همکاریو لپاره پراخ فرصتونه شته.

“د اقتصادي همکاریو له فرصتونو څخه د ښې استفادې په موخه د ټرانزیټي اسانتیاوو رامنځته کول او د سوداګرۍ پراخول د دواړو هېوادونو لپاره ګډې ګټې لرلای شي”

بلخوا د ازبکستان سفیر «اویبېک» له ډاکټر محمد نعیم سره د ټرانس‌افغان پروژې په اړه خپلې برنامې شریکې کړې او همداراز یې د «ترمذ» په غونډه کې د ډاکتر نعیم له فعال ګډون څخه مننه کړې ده.

ازبکستان یو له هغو هېوادونو دی چې له اسلامي امارت سره نږدې اړیکې پالي او د بېلابېلو برخو چارواکي یې وخت ناوخت افغانستان ته رسمي سفرونه کوي.

اړوند خبرونه