ډېر لوستل شوي

د کابل – کندهار عمومي سړک «شولډر» برخه په اساسي ډول جوړېږي 

د غزني د ټولګټو ریاست مسوولین وایي، د یاد ولایت په مقر ولسوالۍ کې د کابل – کندهار عمومي سړک د دواړو غاړو (شولډر) جوړول پیل شوي دي. 

د دغه ولایت د ټولګټو رییس، مولوي عبدالقدیر بلال رسنیو ته ویلي چې په دې پروژه نږدې ۲۰۰ میلیون افغانۍ لګښت راځي او د رغولو چارې به یې په یو کال کې بشپړې شي. 

مولوي بلال همداراز ویلي چې دا پروژه یو خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې او د رغولو کار یې پرون په «مقر» ولسوالۍ کې پیل شوی دی.

د غزني د ټولګټو ریاست د مسوولینو په وینا چې په دې پروژه کې ‘یونیم – یونیم متر سور سره’ د  ۹۶ کیلو متره سړک د «شولډر» برخې رغول شامل دي او ۱۹۸ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي. 

د ویلو ده چې دا مهال له کابل څخه تر غزني پورې د کابل – کندهار لویې لارې د دویم لین سړک د جوړولو چارې هم په چټکۍ پیل شوې دي.

اړوند خبرونه